آلمان د حماس د ملاتړ کوونکو تابعیت لغو کوي

د آلمان حکومت اعلان کړی چې له یو نوي قانوني طرحې سره ملاتړ کوي، چې پر بنسټ به یې هغه کسانو ته تابعیت لغو شي چې د حماس ډلې ملاتړ یې څرګند شوی وي.
د آلمان د داخله چارو وزیر الکساندر دوبرینت د سهشنبې په ورځ وویل، هر څوک چې د آلمان تابعیت اخلي باید د آلمان د فدرالي جمهوریت له ارزښتونو او اساسي اصولو سره سمون ولري. هغه ټینګار وکړ چې له هغو ډلو لکه حماس، چې د اروپايي ټولنې په تروریستي سازمانونو کې شاملې دي، ملاتړ کول له دې اصولو سره بشپړ تضاد لري.
د آلماني چارواکو په وینا، دا اقدام د ملي امنیت د خوندي کولو، د ټولنیز یووالي د قوي کولو او د اتباعو د قانون پيروي د تضمین لپاره ترسره کېږي. کهچهرې هم د دې طرحې اجرایي جزئیات لا نه دي روښانه شوي، خو تمه کېږي چې د آلمان پارلمان به یې په نږدې راتلونکي کې بحث ته وړاندې کړي.
د آلمان دا نوې تګلاره په داسې حال کې اعلانېږي چې په وروستیو میاشتو کې په اروپا کې د کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي اندېښنې ډېرې شوې دي، او د بشري حقونو ادارې دغه ډول محدودوونکي قوانین د بیان ازادۍ او انساني ارزښتونو پر ضد بولي.




