د پاکستان هوايي بريد په کابل کې: پلورنځي او کورونه زيانمن شوي

د تېرې شپې د پاکستان هوايي بريد له امله د کابل ښار په ځينو سيمو کې له ګڼ شمېر ملکي تلفاتو سره يو ځای، يو کلينيک او لسګونه پلورنځي او استوګنيز کورونه هم زيانمن شوي دي. دا پېښه د شاهشهيد اړوند د سياهسنگ د نقليه په سيمه کې رامنځته شوې او د سيمې اوسېدونکو ته يې پراخ مالي زيانونه اړولي دي.
د لومړنيو معلوماتو له مخې، د چاودنې څپه د دېوالونو د نړېدو، ښيښو د ماتېدو او سوداګريزو توکو د لهمنځه تلو لامل شوې ده. محلي انځورونه او راپورونه ښيي چې د دې سيمې د ملکي تاسيساتو يوه لويه برخه زيانمنه شوې ده.
يو شمېر دوکانداران وايي چې په یوه شېبه کې يې ټول پانګه له لاسه ورکړې او اوس له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وينا، ډېری توکي او کاري وسايل يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي او د بيا رغونې توان نه لري.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان ملکي تاسيسات د بريد هدف ګرځي. له دې وړاندې هم د تورخم په څنګ کې يو بازار او په کندهار کې د يوې خصوصي کمپنۍ د تېلو زېرمتون هدف ګرځول شوي وو چې پام وړ مالي زيانونه يې اړولي وو.
د دغو پېښو دوام دا پوښتنه راولاړه کړې چې څنګه د هېواد د وګړو امنيت او د ملکي زيربناوو ساتنه تضمينېدای شي؛ هغه موضوع چې تمه کېږي د طالبانو اداره پرې روښانه ځواب ورکړي.




