مهم خبرونهنړیوال

آتلانتیک: ټرمپ د هرمز تنګي د بدلونونو لپاره چمتو نه و

د آتلانتیک مجلې په یوه تحلیلي راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د بدلونونو په تړاو کافي چمتووالی نه‌درلود او د ایران غبرګون هغه حیران کړ.

د مهر خبري آژانس د آتلانتیک د راپور له قوله لیکلي، سپینه ماڼۍ د هرمز تنګي د وضعیت د سمبالولو لپاره کومه څرګنده طرحه نه‌درلوده. دغه ستراتیژیک تنګی هغه مسیر دی چې د نړۍ د انرژۍ یوه لویه برخه ترې تیریږي، او هر ډول ګډوډي پکې پراخ اقتصادي او سیاسي زیانونه لرلای شي.

راپور زیاتوي چې داسې ښکاري، واشنګټن د هرمز تنګي د احتمالي تړل کېدو او د هغې د پایلو په اړه حیران شوی و او د تهران د غبرګون دقیق اټکل یې نه‌درلود.

تر دې وړاندې د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم راپور ورکړی و چې ټرمپ، د خپلو نږدې کسانو د ځینو تنبیهاتو سره سره — چې د ایران د احتمالي غبرګون په اړه یې ورکړي وو — باور درلود چې تهران به له هر نظامي اقدام مخکې د مصالحې لاره خپله کړي.

هرمز تنګی، چې د فارس خلیج او د عمان سمندر تر منځ موقعیت لري، د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، او هر بدلون پکې عموماً د پراخ سیمه‌ییز او نړیوال حساسیت لامل ګرځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button