د طالبانو د مالیې وزیر د عزیزی ډلې له استازو سره ولیدل

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویلي چې ملا محمد ناصر آخند، د دې وزارت وزیر، د عزیزی ډلې له استازو سره لیدلي او د ګډو همکاریو د پراخولو په اړه یې خبرې کړې دي. د وزارت په وینا، دواړو لورو د لا زیاتو همغږیو او د بحث شویو موضوعاتو د تعقیب ټینګار وکړ.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د تخنیکي موضوعاتو د ارزونې او د هغوی د عملي کولو د تعقیب لپاره، د دواړو لورو لهخوا ځانګړي تخنیکي کسان ټاکل شوي دي څو د ارزونې او پلي کولو بهیر پر مخ یوسي.
د عزیزی ډلې استازو په دې ناسته کې ویلي چې که د دوی په کاري بهیر کې احتمالي ستونزې رامنځته شي، له مالیې وزارت څخه د همکارۍ تمه لري. د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر په ځواب کې ډاډ ورکړی چې دا وزارت د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې د بشپړې همکارۍ لپاره تیار دی.
سره له دې، د پروژو د ماهیت، د همکاریو د ډول او د دې تړونونو د څارنې د تګلارو په اړه نور جزئیات نهدي خپاره شوي. په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له جدي ننګونو سره مخ دی، د اقتصادي تړونونو شفافیت او د دقیقو معلوماتو شریکول له وګړو سره د عامه باور د زیاتولو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې مهم رول لرلی شي.




