د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د ایران پر وړاندې د بریدونو وروسته هره ورځ ۱۷۰۰ افغان کډوال هېواد ته ستنېږي

د ناروې د کډوالو شورا اعلان کړی چې د امريکا او اسرایلو له لوري پر ايران د بریدونو له پیل وروسته، هره ورځ شاوخوا يو زرو او اووه سوه افغان کډوال بېرته هېواد ته راګرځي. د دې ادارې په وينا، ډېری دغو کسانو رواني ستونزې لري او بې له شتمنۍ او لومړنيو وسايلو افغانستان ته داخلېږي.

دغه شورا د سه‌شنبې په ورځ، د کب په ۲۶مه، په يوې اعلاميې کې ويلي چې ستنېدونکي زياتره له هيڅ شي پرته سرحدونو ته رسېږي او عاجلې بشري مرستو ته اړتیا لري. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دوی زياته برخه د وروستيو پېښو پر مهال خپل عایداتي سرچينې او د استوګنې ځایونه له لاسه ورکړي دي.

د ناروې د کډوالو شورا همدارنګه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د مرستو سرچينې محدودې دي، په داسې حال کې چې دا مهال ۲۲ ميليونه کسان په هېواد کې د بشري مرستو اړتيا لري. د کډوالو د بېرته ستنېدو زياتېدونکې څپه کولای شي د کوربه ټولنو او زيان‌پېژندونکو جوړښتونو باندې نور فشار هم رامنځته کړي.

ملګرو ملتونو مخکې له دې د ايران په دننه کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. دا سازمان ويلي چې کډوال محدودو ملاتړيزو سرچينو ته لاسرسی لري او له کافي قانوني ملاتړ څخه بې‌برخې دي.

په عين وخت کې، د افغانستان د اقتصادي کړکېچ او بې‌کارۍ د پراخ بحران له امله، د مرستو بنسټونه ټينګار کوي چې د طالبانو اداره مسؤله ده چې ستنېدونکو ته د بنسټيزو خدماتو، سرپناه او د معيشت د فرصتونو د برابرېدو زمينه مساعده کړي؛ خو تر اوسه د دې مسئلې د مديريت څرنګوالي په اړه روښانه ځواب نه دی ورکړل شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button