عمار یاسر د کابل کې د پاکستان د سفارت بندېدو غوښتنه وکړه

عمار یاسر، چې د قطر د سياسي دفتر پخوانی غړی دی، د کابل د معتادينو د درملنې پر روغتون د برید په غبرګون کې د احتمالي غچ اخیستنې خبره کړې او د پاکستان د سفارت د بندېدو غوښتنه یې کړې ده. هغه دغه برید د «پاکستان د پوځی رژيم» کار بللی او ويلي یې دي چې د دې برید عاملان دې د راتلونکو پایلو تمه ولري.
یاسر په ټولنيزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د وروستي پېښې په نظر کې نیولو سره، په کابل کې د پاکستان د سفارت دوامداره فعالیت د توجیه وړ نه دی. د ده په باور، دیپلوماتیکې استازولۍ باید د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو، ژمنتیا او متقابل خدمت سمبول وي.
هغه زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې، هغه څه چې د پاکستان له لوري ترسره شوي، دغه دیپلوماتیک اصول یې تر پښو لاندې کړي دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روغتون پر یوه مرکز برید د کابل د ملکي مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې او غبرګونونه پارولي دي.




