۹۸ مړي د کابل طب عدلي ته انتقال شوي؛ د قربانيانو وروستی شمېر نه دی روښانه

د کابل د طب عدلي رييس اعلان کړی چې تر اوسه ۹۸ مړي د تېرې پېښې له ځایه دې ادارې ته لېږدول شوي دي. د ده په وينا، له دغو مړو څخه يو شمېر خپلو کورنيو ته سپارل شوي، خو ځينې نور لا هم نه دي پېژندل شوي او د مړو د لېږد بهير لا روان دی.
نجيبالله فاروقي زياته کړه چې د لېږد د بهير له دوام سره د مړو د شمېر د زياتېدو امکان شته. هغه د قربانيانو د هويت او نورو جزياتو په اړه معلومات ورنه کړل.
په همدې حال کې، شرافت زمان امرخېل، د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتيا وزارت وياند، په کابل کې يوه خبري ناسته کې وويل چې د پېښې په سيمه کې د مرستې رسونې عمليات لا هم روان دي. د ده په وينا، د وژل شويو او ټپيانو وروستی شمېر لا نه دی ټاکل شوی او امکان لري چې د قربانيانو شمېر زيات شي.
له دې پېښې څو ساعته تېر شوي، خو د طالبانو اداره تراوسه د تلفاتو کره او وروستی شمېر نه دی خپور کړی؛ دا موضوع تل په ورته پېښو کې د معلوماتو د شفافيت او د کورنيو د کره معلوماتو د ترلاسه کولو په اړه اندېښنې راپورته کوي.




