سياستمهم خبرونه

سیاف د پاکستان هوايي برید د افغانستان د خلکو پر ضد دښمني وبلله

عبدالرب رسول سیاف، د هېواد د پخوانیو جهادي مشرانو له ډلې، د پاکستان د پوځي رژيم هغه هوايي برید په سختو ټکو محکوم کړ چې له امله یې د روږدو د درملنې یو ځانګړی روغتيايي مرکز په نښه شو. سیاف دغه برید د افغانستان د خلکو پر ضد اقدام وبللو.

ده وویل، دا برید د هېواد د واکمن نظام پرضد نه، بلکې د عادي افغان وګړو پر ضد څرګنده دښمني ده؛ هغو کسانو ته چې د درملنې او له روږدتیا د خلاصون لپاره دغه مرکز ته ورغلي وو.

ښاغلي سیاف دغه پېښه د انساني اصولو خلاف او د اسلامي ښوونو په تضاد کې وبلله او ټینګار یې وکړ چې د درملنې مرکزونه په نښه کول، په ځانګړي ډول هغه ځایونه چې ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي، هېڅ دیني او اخلاقي توجیه نه لري.

د نړيوال بشردوستانه قانون له مخې هم پر روغتيايي او درملنیزو مرکزونو برید د ملکي وګړو د ساتنې له اساسي اصولو څخه څرګند سرغړونه ګڼل کېږي؛ هغه اصل چې د جګړو پر مهال د ملکي کسانو او خدماتي تاسیساتو د خوندیتوب اهمیت څرګندوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button