په اسرائیل کې د ایران سره د جګړې له پیل راهیسې تر ۳۵۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي

د اسرائیل د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ایران سره د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه درې زره او ۵۳۰ تنه په دې هېواد کې ټپیان شوي دي. د دې اعلامیې له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدل شوي دي.
دا شمیرې په داسې حال کې خپریږي چې راپورونه د جګړې او تلفاتو اړوند د معلوماتو د جدي سانسور ښکارندويي کوي. د سیمې رسنیو ویلي چې د بریدونو او زیانونو د جزئیاتو لاسرسی له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
د اسرائیل د ۱۳م تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، پرون د لبنان د حزبالله د بریدونو په اړه پراخ سانسور شوی دی. د راپور پر بنسټ، د اسرائیل د پوځ د نظامي سانسور ادارې رسنیو ته د هغو ښارونو د خبر خپرول منع کړي چې د حزبالله د توغندیو هدف ګرځېدلي دي او خبرداری یې ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې به له رسنیو سره قانوني چلند وشي.
راپورونه زیاتوي چې د اسرائیل د پوځ پر نظامي اډو او ستراتیژیکو مرکزونو د توغندیو د لګېدو په اړه د هر ډول خبر خپرولو اجازه هېڅ وخت نه ورکول کېږي. دغه محدودیتونه په داسې حال کې عملي شوي چې په عین وخت کې جګړې په بېلابېلو محاذونو کې روانې دي.




