مهم خبرونهنړیوال

په تل‌ابيو کې د بن ګوريون هوایي ډګر کې بېړنی حالت اعلان شو

اسراييلي رسنيو خبر ورکړی چې د دوو پوځي الوتکو د شتون له امله د تل‌ابيو د بن ګوريون په نړيوال هوايي ډګر کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. دا هوايي ډګر د اسراييل تر ټولو ستر او مهم ميدان بلل کېږي او د تل‌ابيو ښار ته نژدې موقعيت لري.

د الميادين د شبکې د راپور له مخې، سرچينو ويلي چې دغه حالت د سيمې په هوايي فضاء کې د پوځي الوتنو له زياتېدو سره هم‌مهاله رامنځته شوی دی. تر دې دمه رسمي چارواکو د ګواښ کچې يا د بېړني حالت د اعلان د دقيق لامل په اړه هېڅ ډول جزئيات نه دي خپاره کړي.

ځينې راپورونه وايي چې د امريکا يو د تېلو انتقالوونکی پوځي الوتکه ښايي د عراق په هوايي حريم کې له تخنيکي ستونزې يا زيان سره مخ شوې وي او هڅه يې کړې چې د خوندي ناستې لپاره د تل‌ابيو پر لور پرواز بدل کړي. مسؤلينو تر اوسه د دې تخنيکي ستونزې د څرنګوالي يا د الوتنې د وروستي برخليک په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button