د کډوالۍ نړیوال سازمان د نوم د جعلي کارونې په اړه خبرداری ورکړ

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې یو شمېر کسان د دې ادارې د جعلي هویت په کارولو سره له خلکو څخه د پېسو غوښتنه کوي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د دوی ټولې خدمات په ټول افغانستان کې وړیا وړاندې کېږي او له مرسته ترلاسه کوونکو هېڅ ډول فیس نه اخیستل کېږي.
دغه خبرداری د سې شنبې په ورځ، د حوت په ۲۶مه، د یوې رسمي اعلامیې له لارې خپور شوی دی. په دې پیغام کې ویل شوي چې د سازمان مسؤلین له دې ډول پېښو څخه خبر دي او موضوع یې جدي تعقیبوي.
کډوالۍ نړیوال سازمان له هېوادوالو غوښتي چې که له داسې کسانو سره مخ شي چې د دې ادارې په نوم د پېسو غوښتنه کوي، نو موضوع دې ژر تر ژره راپور کړي. دغه سازمان ټینګار کړی چې پر وخت اطلاع رسونه کولای شي د خلکو د لا زیاتو ناوړه ګټه اخیستنو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو پورې اړوند مرستندویه ادارې، په ځانګړي ډول د کډوالۍ نړیوال سازمان، خپلې بشري مرستې په افغانستان کې وړیا وړاندې کوي او د دغو خدمتونو په بدل کې د هر ډول پېسو اخیستل سرغړونه ګڼل کېږي.




