په کابل پوهنتون کې د طالبانو د معیارونو د منلو نوی تړون؛ محصلين د اطاعت او شرعي لباس پابند کړل شول

کابل پوهنتون، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، له محصلینو غوښتي چې یو لیکلی تعهدنامه یا تړون لاسلیک کړي. د دې سند له مخې، محصلین مکلف دي چې د طالبانو د ادارې ټاکل شوي معیارونه د عبادت، لباس او د «اسلامي امارت» د فرمانونو په برخه کې رعایت کړي. په دې سند کې څرګنده شوې چې محصلین باید لمونځ په جماعت ادا کړي، د «سنت نبوي» له مخې ږیره پرېږدي او پرته له خولۍ (ټوپۍ) د پوهنتون په انګړ کې تګ راتګ ونهکړي.
په تعهدنامه کې دا هم ټینګار شوی چې د «شرعي او افغاني لباس» اغوستل لازمي دي او د موسیقۍ او ساز اورېدل په بشپړ ډول منع دي. سربېره پردې، محصلین له عکس اخیستو او ویډیو ثبتولو هم منع شوي، ځکه چې د سند له مخې، د «ژوندو موجوداتو» انځور اخیستل د اسلامي شریعت خلاف بلل شوي دي.
لاسلیک کوونکي محصلین ژمنه کوي چې د طالبانو د ادارې ټول قوانین او صادر شوي فرمانونه به عملي کوي او هغه برخې چې له دوی سره تړاو لري، په خپله اجرا کوي. په متن کې راغلي چې شخص «اسلامي امارت» یو شرعي نظام ګڼي او اطاعت یې پر ځان لازم بولي او له هېڅ سیاسي ډلې سره اړیکه نه لري.
په بل بند کې راغلي چې محصل حق نه لري له یادو شویو مواردو سرغړونه یا مخالفت وکړي، او که تخلف وکړي، د پوهنتون له خوا ټاکل شوې هر ډول سزا پر وړاندې د شکایت حق نه لري. دغه موضوع د محصلینو د شخصي حقونو او د پوهنتوني ازادیو د محدودېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
په وروستیو کلونو کې د طالبانو اداره د هېواد د پوهنتونونو پر چارو پراخ کنټرول لګولی او هڅه یې کړې چې خپله ځانګړې نسخه د اسلامي شریعت د لوړو زده کړو په برخه کې تطبیق کړي. دا طرز عمل د یو شمېر استادانو او محصلینو له خوا د علمي خپلواکۍ او علمي ازادیو سره په ټکر کې ګڼل شوی.
له هغې وروسته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د پوهنتونونو ګڼو علمي غړو هېواد پرېښود. د هغوی پر ځای، د طالبانو له ادارې سره نږدې کسان په تدریسي دندو ګمارل شوي، چې د یو شمېر کارپوهانو په وینا، د لوړو زده کړو په کیفیت منفي اغېز کړی. سره له دې، د طالبانو د تحصیلاتو وزارت لا هم په پوره ډول د «اسلامي شریعت» او د ملا هبتالله اخندزاده د فرمانونو د تطبیق ټینګار کوي.




