د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له پاکستاني هوايي بریدونو وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د افغانستان په اړه ویلي چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د کابل ښار ملکي تلفات یې اندېښمن کړي دي او دا پېښې د ملکي وګړو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.
بېنټ د دوشنبې په شپه، د حوت په ۲۵مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا بریدونه نه یوازې د خلکو ژوند ګواښي، بلکې د مهمو بنسټونو لکه روغتونونو امنیت هم له ګواښ سره مخ کوي، هغه مرکزونه چې باید په هر حالت کې خوندي پاتې شي.
ده ټینګار کړی چې ټولې اړخې باید د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او تر ټولو زیات زغم ولري، څو د تشدد د پراخېدو او ملکي وګړو ته د لا زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي، یو داسې موضوع چې یو ځل بیا د خلکو د ژوند د ساتنې او د ملکي سیمو د امنیت د ټینګښت مسوولیت روښانه کوي.




