روغتيامهم خبرونه

په افغانستان کې د ساري ناروغیو زیاتوالی د افغانانو د بېرته ستنېدو له څپې سره یوځای شوی

د نړيوالې روغتيا سازمان ويلي چې په تېر يوه مياشت کې په افغانستان کې د سرخک، د حاد تنفسي عفونت له امله د سينې بغل، د دنگي تبه او حاد اوبه‌دار اسهال پېښې زياتې شوي دي. د دې سازمان د شمېرو له مخې، يوازې د فبرورۍ په مياشت کې له ۱۵۷ زرو زيات د سينې بغل پېښې ثبت شوې چې لږ تر لږه ۳۱۳ کسان يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د کب ۲۵مه، همدارنګه راپور ورکړی چې د سرخک پېښې د تېرې مياشتې په پرتله ۳۵ سلنه زياتې شوې دي. له شاوخوا ۲ زره او ۶۰۰ ثبت شويو پېښو څخه لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي چې دا د واکسين ټيټې پوښښ په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

سربېره پر دې، ۱۷۳ د دنگي تبې پېښې د مرګ له ثبت پرته او نږدې ۶ زره د حاد اوبه‌دار اسهال پېښې چې درې مړينې ورسره مل وې، د فبرورۍ په مياشت کې راپور شوې دي. دا شمېرې د هېواد پر روغتيايي نظام پراخ فشار څرګندوي.

نړيوالې روغتيا سازمان د تېرې مياشتې په اوږدو کې د افغان ستنېدونکو د شمېر ۵۷ سلنه زياتوالي ته په اشارې سره ويلي چې له ۳۰۰ زرو زيات کسان په پولو کې د روغتيايي څارنې لاندې نيول شوي دي. د دې بنسټ په وينا، د بېرته ستنېدونکو زياتوالی، د ساري ناروغيو خپرېدل او د بودجې کمښت د درملنې پر مرکزونو دوه‌چنده فشار راوړی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان روغتيايي نظام په وروستيو کلونو کې د نړيوالو مرستو د کمېدو او د سرچينو د محدوديت له ستونزو سره مخ دی، تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د پولو او خطرناکو سيمو لپاره د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا مؤثر او روڼ پروګرامونه پلي کړي، ځکه د دې حالت دوام کولای شي د هېواد د اوسېدونکو لپاره جدي پايلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button