ټرمپ د ناتو د راتلونکي په اړه د ایران پر سر د نه همکارۍ په صورت کې خبرداری ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فایننشال ټایمز له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، که د امریکا متحدان د ایران په اړه له واشنګټن سره همکاري ونه کړي، د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناتو) به له «ډېر بد راتلونکي» سره مخ شي. هغه ټینګار وکړ چې دغه همکاري په ځانګړي ډول د خلیج فارس او د هرمز تنګي د وضعیت له نظره مهمه ده.
ټرمپ د اروپایي هېوادونو او چین د خلیج فارس د نفتو پر تکیه یادونه وکړه او ویې ویل، دا هېوادونه د امریکا په نسبت د هرمز د تنګي له لارې ډېر ګټه ترلاسه کوي. د هغه په وینا، «ښه به وي هغه کسان چې د هرمز له تنګي ګټه اخلي، مرسته وکړي تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې هلته هېڅ ناوړه پېښه نه رامنځته کېږي.»
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ، که متحدانو منفي ځواب ورکړ یا اړینه همکاري ونه کړي، دا حالت به د ناتو پر راتلونکي منفي اغېز ولري. هغه څرګنده کړه چې دا ډول سناریو به د دغه پوځي ائتلاف د یووالي او اغېزمنتیا لپاره زیانمنه وي.
ټرمپ په غیرمستقیمه توګه وړاندیز وکړ چې اروپایي خاص ځواکونه یا نور نظامي ملاتړ کولای شي د هغه د وینا له مخې، د خلیج فارس په سیمه کې د ایران د ځواکونو د «مزاحمتونو» پر ضد وکارول شي، چې په ډرونونو او سمندري ماینونو پورې اړه لري.
هغه له بیجینګ څخه هم وغوښتل چې د هرمز د تنګي د خلاص ساتلو په برخه کې له امریکا سره همکاري وکړي او ویې ویل، چین د خپلې د اړتیا ډېره اندازه تېل له همدې لارې واردوي. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي چې د سیمې د نفتو د صادراتو ډېره برخه ترې تېرېږي.




