دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو د ۲۲ مشرانو پر ضد نوې بندیزونه اعلان کړل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د چارواکو فهرست تازه کړی چې د بندیزونو لاندې دي. د دې فهرست له مخې چې د کب په نولسمه خپور شوی، ۲۲ تنه د طالبانو لوړپوړي غړي او چارواکي د سفر بندیز، شتمنیو کنګل کېدو او د وسلو بندیزونو سره مخ دي.

په دې فهرست کې د محمد حسن آخند، د رئیس الوزرا په توګه، عبدالغني برادر د اقتصادي مرستیال، عبدالسلام حنفي د اداري مرستیال، امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزیر او سراج‌الدین حقاني د کورنیو چارو وزیر یاد شوي دي. همدارنګه عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، عبداللطیف منصور د کرنې او مالدارۍ وزیر، محمد فاضل مظلوم د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر، دین‌محمد حنیف د اقتصاد وزیر او یو شمېر نور لوړپوړي وزیران او چارواکي هم د بندیزونو په لړ کې شامل دي.

نورالدین ترابي د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې مشر، محمد عیسی آخند د عامه کارونو وزیر، نجیب‌الله حقاني د شهرسازۍ وزیر، نورمحمد ثاقب د حج او اوقافو وزیر، عبدالحق وثیق د استخباراتو مشر او خیرالله خیرخواه د میدان وردګ والي هم د بندیزونو لاندې شامل دي. سربېره پر دې، حمیدالله آخند، عزیزالرحمن، ګل‌آغا اسحاق‌زی، مالک نوروزي او احمدضیا آغا هم د امنیت شورا د بندیزونو په فهرست کې راغلي دي.

سره له دې، د طالبانو پټ مشر هبت‌الله آخندزاده نوم په نوي فهرست کې نه دی لیدل شوی او د امنیت شورا له‌خوا د دې علت نه دی څرګند شوی.

دغه بندیزونه د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پریکړه لیک پر اساس لګول شوي دي؛ هغه پرېکړه لیک چې پر هغو کسانو تمرکز کوي چې په تاوتریخوالي، د وسلو په برابرولو، د جنګیالیو په جذبولو یا د هغو فعالیتونو په ملاتړ کې ښکېل وي چې د افغانستان سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي. هغه کسان چې په دې فهرست کې شامل دي، یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته سفر کولای شي.

امنیت شورا د سلواغې په ۲۳مه د طالبانو اړوند د بندیزونو د څارلو د ټیم د ماموریت موده د یو بل کال لپاره په اتفاق تمدید کړه؛ د دې پرېکړه لیک مسوده د متحده ایالاتو لخوا چمتو شوې وه. د بندیزونو دوام په داسې حال کې راغلی چې د طالبانو اداره د بشري حقونو د محدودیتونو او سیاسي انزوا له امله د پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ ده، هغه موضوع چې د دې ډلې راتلونکی تعامل له نړیوالې ټولنې سره لا هم نامعلوم کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button