ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګري ملتونه: په غیررسمي استوګنځایونو کې د بې‌ځایه شویو کسانو د قانوني خطرونو خبرداری

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې هغه کورنۍ چې په غیررسمي استوګنځایونو کې مېشتې دي، له جدي قانوني ګواښونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول د استوګنې او د ځمکې د مالکیت په چارو کې. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د واضح حقوقي چوکاټونو نشتون د دغو کورنیو وضعیت لا پسې زیانمن کړی دی.

په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ، د کب ۲۵مه خپور شوی، راغلي چې غیررسمي استوګنځایونه د کورنیو بې‌ځایه شویو لپاره د اصلي پناه ځایونو په توګه بدل شوي دي. د جګړې، بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله ډېرې کورنۍ اړې شوې چې خپل اصلي ټاټوبی پرېږدي او د ښارونو په څنډو او د اسنادو څخه بې‌برخې ځمکو کې مېشتې شي.

د راپور له مخې، د اقلیم بدلون بحران په افغانستان کې دا ننګونې لا پسې زیاتې کړې دي. طبیعي پېښې لکه سیلابونه او پرله‌پسې وچکالۍ د دغو سیمو اوسېدونکي له ډېرو خطرونو سره مخ کړي او د اړوندو ناروغیو د خپرېدو زمینه یې برابره کړې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د ښاري چارو د مدیریت او د بې‌ځایه شویو د وضعیت د سمبالولو مسوولت لري، د ځمکې او استوګنې په برخه کې د روښانه تګلارو نشتوالی او د اغېزمنو ملاتړیو پروګرامونو کمښت د دغو زیانمنو کورنیو د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. نړیوال بنسټونه تل ټینګار کوي چې باید د داخلي بې‌ځایه شویو بنسټیز حقوق تضمین او د دایمي استوګنې لپاره پرېکړه‌ییزې حللارې رامنځته شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button