سهیل شاهین: افغانستان او پاکستان ګډ تاریخ او فرهنګ لري

د طالبانو د ادارې استازی په قطر کې، سهیل شاهین، د یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې کابل او اسلاماباد ګډ تاریخ، فرهنګ او عقیدې لري او باید خپل اړیکې هم په همدې بنسټ تنظیم کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو اداره تمه نه لرله چې د دواړو خواوو اړیکې به اوسني حالت ته ورسېږي. شاهین د شخړو د نوعیت په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې افغانستان او پاکستان د یو بل لپاره اړین دي.
د کابل او اسلاماباد اړیکې په وروستیو کلونو کې تل له لوړو ژورو سره مخ وې. د امنیتي مسایلو، د پولو د تګ راتګ او په پاکستان کې د افغان مهاجرینو شتون د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم موضوعات بلل کېږي.
په همدې حال کې، شنونکي باور لري چې د دواړو هېوادونو تاریخي او جغرافیایي تړاو ته په کتو، د طالبانو ادارې مسوولانه د اړیکو مدیریت ډېر مهم دی؛ ځکه هر ډول سیاسي یا امنیتي کړکېچ کولای شي د دواړو غاړو د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت مستقیم اغېز ولري.




