مهم خبرونهنړیوال

ترامپ له څو هېوادونو وغوښتل چې د هرمز تنګي د ساتنې لپاره جنګي بېړۍ ولېږي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې جګړې د درېيمې اوونۍ په ترڅ کې له چين، فرانسې، جاپان، جنوبي کوريا او بريتانيا غوښتي چې خپلې جنګي بېړۍ د تېلو لېږدونکو بېړيو د خوندي کولو او د هرمز تنګي د پرانيستې ساتلو لپاره سيمې ته ولېږي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د امريکايي چارواکو په وينا، د دې مهم سمندري لارو د تګ راتګ ګډوډي د نفتو د عرضه کولو ځنځېر له ستونزو سره مخ کړی دی.

هرمز تنګي چې د نړۍ له مهمو انرژي‌لېږدونکو لارو څخه ګڼل کېږي، د نښتو په دويمه اوونۍ کې د ايران له لوري وتړل شو. دا ستراتيژيکه اوبه‌لاره د نړۍ د صادراتي تېلو يوه د پام وړ برخه لېږي او هر ډول محدويت پکې د نړيوالو انرژۍ بازارونو باندې اغېزه کوي.

سره له دې چې واشنګټن دا غوښتنه کړې، تر اوسه د ياد شوو هېوادونو هېڅ يوه په ښکاره توګه د جنګي بېړيو د لېږلو هوکړه نه ده کړې. د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې له متحدينو او ملګرو سره خبرې اترې روانې دي څو د سيمې د سمندري امنيت د خوندي کولو لپاره بېلابېل انتخابونه وڅېړل شي.

چين په يوې احتياط‌ناکې غبرګون کې ټينګار کړی چې جګړه بايد ژر ودريږي او ټولو لورو ته پکار ده چې د دوامدارې او بې‌مانع انرژۍ د تامين مسووليت ومني. جاپان په رسمي ډول دا غوښتنه رد کړې او د هغه هېواد چارواکو ويلي چې توکيو به د خپلواکو پرېکړو پر بنسټ عمل کوي.

فرانسې هم ويلي چې د هغوی هوايي وړونکې بېړۍ او مل‌ګری ځواک به د ختيځ مدیترانې په سيمه کې پاتې شي او د هرمز تنګي ته د استولو پلان نه‌لري. جنوبي کوريا ويلي چې د امريکا غوښتنه په دقت څېړي او په دې اړه به له واشنګټن سره نږدې تماس وساتي.

د دغو هېوادونو احتياط‌ناکې او ځينې منفي غبرګونونه څرګندوي چې ستر اقتصادي ځواکونه نه‌غواړي په مستقيم ډول د روانې جګړې برخه شي او ترجيح ورکوي چې له ديپلوماتيکو لارو او حساب‌شده دريځونو کار واخلي. دا تګلاره ښايي د سيمې د راتلونکو تحولاتو پر بهير او لوري اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button