ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د سره صلیب نړیوال فدراسیون د پکتیکا لپاره بیړنۍ مرستې لېږي

د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې د افغانستان د جګړو د زیاتېدو له امله به د بېړنیو مرستو او سرپناه اړینو توکو یو لړ محموله د پکتیکا ولایت ته ولېږي. دغه مرستې د هغو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره کېږي چې د وروستیو بدلونونو له امله زیانمنې شوې دي.

یاد فدراسیون ویلي، د افغانستان د هلال احمر جمعیت په همکارۍ هڅه کوي هغو کورنیو ته ورسېږي چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري. د دې سازمان په وینا، د ناامنۍ د دوام له کبله د بشري مرستو اړتیاوې په زیاتېدو دي او سمدستي ملاتړ د دې لپاره ضروري دی چې د وضعیت له لا خرابېدو مخنیوی وشي.

پکتیکا چې د هېواد په سوېل ختیځ کې موقعیت لري، په تېرو کلونو کې څو څو ځله د ناامنیو او د خلکو د بې‌ځايه کېدو شاهده پاتې شوې ده. د جګړو د بیا زیاتېدو له امله د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

په داسې حال کې چې د مرستو رسوونکې ادارې هڅه کوي د ملکي وګړو کړاوونه راکم کړي، تمه کېږي چې د طالبانو اداره د امنیت د تأمین او د مرستندویه ادارو د خوندي لاسرسي زمینه برابرولو مسؤلیت جدي واخلي. د ناامنۍ دوام او د بحران د مؤثر مدیریت نشتوالی کولای شي د مرستو رسولو بهیر له نوو ننګونو سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button