افغان کډوال په پاکستان کې د اجباري شړلو د بندېدو غوښتنه کوي

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو د مدني بنسټونو په همکارۍ د يوې سرپراني لیک له لارې نړیوالو ادارو ته غوښتنه کړې چې له پاکستان څخه د دوی اجباري شړل دې ودرول شي. دغه غوښتنه داسې مهال مطرح شوې چې د طالبانو حکومت او د پاکستان دولت ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی او په نتیجه کې له افغان کډوالو سره فشار ډېر شوی دی.
یاد لیک د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر (OHCHR)، اروپايي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) ته لېږل شوی دی. د لیک لاسلیک کوونکي له دغو بنسټونو غوښتي چې د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره بېړنۍ او مؤثرې هڅې وکړي.
په دې لیک کې کډوالو د ۱۹۵۱م کال د ژنېوا کنوانسیون ته په اشارې سره له پاکستاني حکومت غوښتي چې د “نه شړلو” یا non-refoulement اصل ته ژمنتیا وښيي. دوی باور لري چې کډوال بېرته افغانستان ته په زوره لېږل د دوی ژوند او امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کولی شي.
د لیک لیکوالانو خبرداری ورکړی چې د کډوالو د نازک وضعیت څخه دې د طالبانو پر حکومت د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ناوړه استفاده نه کېږي. همدارنګه، دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مستحقو کډوالو د بیا میشت کېدو او خوندي هېوادونو ته د لېږدولو بهیر چټک کړي.
د ګڼو راپورونو پر بنسټ، د طالبانو اداره د بشري حقونو په برخو کې پراخ محدودیتونه پلي کړي چې د رضاکارانه بېرته ستنېدو لپاره لازم چاپېریال له منځه وړي. په داسې وضع کې، د کډوالو شړل کولای شي د بشري حقونو څرګند سرغړونه او د نړیوالو تعهداتو خلاف عمل وګڼل شي.




