د هند له لوري د پاکستان د بریدونو غندنه؛ د نوي ډیلي او اسلاماباد ترمنځ ډیپلوماټیک ترینګلتيا زیاته شوه

د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله چې د افغانستان په ځینو سیمو ترسره شوي، د هند او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیک ترینګلتيا زیاته شوې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض بللي او په کلکه یې غندلي دي، خو اسلاماباد د نوي ډیلي څرګندونې بې بنسټه او دوهګونې بللې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، راندهیر جیسوال، ویلي چې د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان پر خاوره کې د څو ملکي وګړو د وژل کېدو او د ملکي تاسیساتو د ورانېدو لامل شوي دي. نوموړي دا اقدام د پاکستان د حاکم جوړښت د دښمنانه چلند بېلګه بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ درناوی باید وشي.
په مقابل کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت استازي طاهر اندرابي د هند دریځ رد کړی او هغه یې غیر موجه بللی دی. اسلاماباد همدارنګه هند تورن کړی چې د افغانستان په داخل کې له فعاله ترهګريزو ډلو ملاتړ کوي او ادعا کړې چې د پاکستان پوځي عملیات د هغو شبکو د له منځه وړلو په موخه ترسره شوي چې له هند سره تړاو لري.
پاکستان همدارنګه د جامو او کشمیر وضعیت ته په اشاره سره، هند د بشري حقونو په نقض او د سیمې په بېثباته کولو تورن کړی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې به د خپلو اتباعو دفاع وکړي.
دغه لفظي شخړه په داسې حال کې شدت مومي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې، له کابله نیولې تر نورو سیمو پورې، څو بریدونه کړي دي. اسلاماباد ادعا کوي چې دغه بریدونه د ترهګرو پناهځایونو په نښه کولو لپاره ترسره شوي، خو تر اوسه یې د دې ادعا هېڅ سند نه دی خپور کړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د شمېرو له مخې، د کب له اوومې راوروسته لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېرې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
په همدې حال کې، د طالبانو اداره تل د افغانستان د خاورې دننه د ترهګرو د شتون رد کړی او ویلي یې دي چې د نورو پر ضد د هېواد د خاورې د استعمال اجازه نه ورکوي. خو له دې سره سره، د سرحدي بریدونو دوام او د ملکي تلفاتو زیاتوالی د طالبانو د ادارې د امنیتي وړتیا او د هېواد د خلکو د ساتنې د مسؤلیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.




