امنیت او پېښېمهم خبرونه
طالبانو د ديورند کرښې ته نږدې د پاکستان یوې پوستې نیولو خبر ورکړ

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د دوی ځواکونو تېره شپه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته نیولې ده. د دغه وزارت ویاند صدیقالله نصرت ویلي، یاده پوسته د «جندو سر» په سیمه کې موقعیت لرله او د ده په وینا، پاکستاني سرتېري پرته له نښتې او مقاومت څخه له سیمې وتلي دي. تر اوسه د پاکستان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او د سیمې د اوسني وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. د ديورند کرښه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه شخړیزه پوله بلل کېږي، په تېرو کلونو کې څو ځله د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو او نښتو شاهده پاتې شوې ده.




