د فاریاب پولیس لسګونه میله وسلې د دایاک پروګرام ته وسپارلې

د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فاریاب امنیې قوماندانی پولیسو ۴۶ میله وسلې او یوه اندازه مهمات چې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو راټول شوي ول، د دایاک پروګرام مرستیال ته سپارلي دي.
د وزارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د فاریاب د سیمهییزو چارواکو په حضور کې ترسره شوی، خو دا نهده څرګنده چې دغه وسلې له کومو کسانو اخیستل شوي او د کومو شرایطو لاندې راټولې شوي دي.
دایاک (DAiAG) پروګرام هغه اداره ده چې د افغانستان په کچه د ناقانونه وسلو د راټولولو او له منځه وړلو مسؤلیت لري. د دغه پروګرام پخوانۍ کړنې د ناقانونه وسلهوالو کسانو او ډلګیو پر وړاندې د وسلو د کمښت د هڅو یوه برخه وه.
دا وسلې داسې مهال راټولېږي چې د طالبانو اداره خپله متهمه ده چې زرګونه میله وسلې یې بې له نظارته خپلو کسانو ته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورکړي او د دولتي وسلو د حساب ورکولو څخه ډډه کوي.




