د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې له ۱۳۳ زرو ډېرې قضیې وڅېړلې

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې مرستیال ویاند اعلان کړی چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د هېواد په محکمو کې له ۱۳۳ زرو او ۶۴۰ زیاتې مدني او جزايي قضیې څېړل شوې دي.
قاري منصور احمد حمزه ویلي، په همدې موده کې ۸۶ زره او ۳۵۶ ډول ډول وثیقې هم د محکمو له لوري عملي شوې دي. د هغه په وینا، دا شمېرې د روان قمري کال د لومړیو دوو ربعي میاشتو پورې اړوندې دي.
طالبان په داسې حال کې د پراخې قضايي ارزونې خبر ورکوي چې په وروستیو کلونو کې د قضايي بهیر د شفافیت، د وګړو د مدافع وکیل ته د لاسرسي او د عادلانه محاکمې د معیارونو د پېرزونې په اړه اندېښنې شته. ځینو حقوقي بنسټونو مخکې ټينګار کړی و چې د دوسیو د ډول او د څېړنې د څرنګوالي په اړه د لا ډېرو جزیاتو خپرول کولای شي د خلکو عام باور زیات کړي.
سترې محکمې د هېواد تر ټولو لوړه قضايي مرجع بلل کېږي او د ولایتونو د محکمو د چارو د څار مسئولیت لري، خو تر اوسه د څېړل شوو دوسیو د ترکیب او وروستیو پایلو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.




