د عراقچي خبرداری: د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو هر برید به سمدستي ځواب ولري

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که د دغه هېواد د انرژۍ تاسیسات د برید هدف وګرځي، نو د سیمې په کچه به د امریکایي شرکتونو اړوند تاسیسات د ایران د ځواب هدف وګرځي. نوموړي همداراز د تهران له چمتووالي خبر ورکړی چې د سیمې له هېوادونو سره د یوې ګډې څېړنیزې کمېټې د جوړولو لپاره همکاري وکړي څو د وروستیو بریدونو هدفونه وڅېړل شي.
سید عباس عراقچي د «العربي الجدید» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، ایران چمتو دی چې د سیمه ییزو هېوادونو په همکارۍ یوه ګډه کمیټه جوړه کړي ترڅو هغه هدفونه وڅېړي چې په وروستیو بریدونو کې پرې حملې شوي دي. د هغه په وینا، د ایران بریدونه یوازې د امریکا اډې او ګټې په سیمه کې نښه کړي او غیرنظامي یا اوسېدونکې سیمې یې نه دي هدف ګرځولي.
عراقچي د مرکې په بله برخه کې ادعا وکړه چې د امریکا جوړ بې پیلوټه الوتکه «لوکاس» په بشپړ ډول د ایران له «شاهد» ډرون سره ورته ده او له هغې څخه په ځینو عربي هېوادونو کې د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي. نوموړي دا هم احتمال څرګند کړ چې اسراییل ښایي د ځینو هغو بریدونو تر شا وي چې پر غیرنظامي هدفونو په عربي هېوادونو کې ترسره شوي، بریدونه چې د هغه په وینا، هدف یې کېدای شي د دغو هېوادونو او ایران ترمنځ اړیکو ته زیان رسول وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خارک ټاپو ته په اشارې سره وویل، د دغه ټاپو نیول به له برید څخه ستره تېروتنه وي. هغه ټینګار وکړ چې د جګړې پای باید له تکرار د مخنیوي ضمانت او د تاوان له ورکړې سره یو ځای وي.
نوموړي زیاته کړه چې ایران له قطر، سعودي عربستان، عمان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپل دیپلوماتیک تماسونه دوامدار ساتلي او ټینګار یې وکړ چې تهران له هرې سیمه ییزې هڅې چې د جګړې «عادلانه» پای ته رسېدو لامل شي، هرکلی کوي، خو د هغه په وینا تراوسه کوم مشخص طرح وړاندې شوې نه ده.
عراقچي د ایران د کورني وضعیت په اړه وویل، حالات په دغه هېواد کې باثباته دي او د دولتي او نظامي بنسټونو ترمنځ هېڅ ډول شخړه شتون نه لري. هغه زیاته کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر په بشپړه روغتیا کې دی او د چارو د مدیریت بهیر تعقیبوي.
هغه په پای کې د هرمز تنګي ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره وویل، دا سمندري لاره د ټولو هېوادونو پر مخ پرانیستې ده، پرته له هغو بېړیو چې د امریکا او د هغې د متحدینو پورې تړاو لري.




