مهم خبرونهمهم سرلیکنظرونه

اروپا د واشنګټن نه ليری کېږي او له تهران سره د تعامل لاره غوره کوي

د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون ويلي، سره له دې چې د ايران په بريدونو کې يو فرانسوي سرتېری وژل شوی، د منځني ختيځ جګړه کې د فرانسې دريځ به دفاعي پاتې شي. دا څرګندونې ښيي چې فرانسه تر اوسه نه غواړي د امريکا او اسرائيلو ترڅنګ په مستقيم ډول جګړه کې ښکېله شي. د آلمان صدراعظم هم ورته دريځ غوره کړی، او هسپانيا بيا خپل ديپلوماتيک تړاو له اسرائيلو سره پرې کړی دی.

د اروپا اوسنۍ بې‌غږي له امريکا او اسرائيلو د تهاجمي سياستونو په وړاندې، د حقوقي اړخونو تر څنګ، د دوو مهمو عواملو له کبله هم ده: لومړی، ايران د پوځې توان له مخې ښودلې چې د امريکا او اسرائيلو پر وړاندې د پام وړ مقاومت لري، او که جګړه پراخه شي او اروپا ور ګډه شي، د دوی ګټې به له جدي خطر سره مخ شي. سره له دې چې عربي هېوادونه، امريکا او اسرائيل د جګړې اړوند خبرونه سانسوروي، خو د څېړنيزو مرکزونو او سپوږمکيو انځورونو له مخې راپورونه خپاره شوي چې ښيي د اسرائيلو او امريکايي اډو تاوان ډېر پراخ دی.

که امريکا د ايران د بريدونو پر وخت د داخلې ګډوډيو هڅه بريالۍ کړې وای، ښايي اروپايي متحدان يې هم ورسره ملګري شوي وای. خو د ايران د خلکو پراخ لاريونونه د نظام د ملاتړ په موخه، د اروپا لپاره – چې لا هم د اوکراين جګړه کې له محدوديتونو سره مخ ده – بلې جګړې ته د ننوتلو خطر زيات کړی، په ځانګړي ډول چې د بريا څرګند امکان نه ليدل کېږي.

دويم دليل د اروپا د بې‌باورۍ دا دی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د باور وړ نه ګڼل کېږي. ټرمپ د انرژۍ د بيې د کنټرول لپاره د روسيې پر تېلو لګول شوې بنديزونه د يوې مياشتې لپاره لغوه کړل. د لومړنيو اټکلونو له مخې، روسيه به وکولی شي له دې فرصت څخه لږ تر لږه ۱۵ ميليارده ډالره عايد تر لاسه کړي. اروپايان باور لري چې ټرمپ د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اروپا ګټې له پامه غورځوي، او د روسيې نوې عايدات به د اوکراين جګړه کې د دې هېواد موقعيت پياوړی کړي.

همدا وجه ده چې فرانسه، د ترکيې وروسته، له ايران سره د خپلو بېړيو د تېرېدو د اجازې په اړه د هرمز تنګي د خبرو اترو لړۍ پيل کړې ده. دا ګام ښيي چې اروپا د هرمز تنګي له لارې د امريکايي پوځ د ملاترهي بېړيو پر امنيت باور نه لري، او غواړي د خپلو د انرژۍ لارو د خوندیتوب لپاره له ايران سره همکاري وکړي.

دغه جګړه د سيمې ځينې معادلې بدلوي او ښايي د ايران نړيوال موقف لوړ کړي. اروپا ښايي دا غوره وګڼي چې د دې سيمه‌ييز ځواک پر وړاندې د جګړې پر ځای د تعامل لاره خپله کړي. دا حالت کولای شي ايران د يوې سيمه‌ييزې قوي سرچينې څخه يو نړيوال ځواک ته واړوي، چې حتې پر اروپا هم خپل غوښتنې وتپلای شي.

سيد احمد موسوي مبلغ

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button