تاکر کارلسون وایي ښايي په امریکا کې تر حقوقي پلټنې لاندې ونیول شي

د امريکا نامتو خبريال تاکر کارلسون ويلي، ښايي د دغه هېواد چارواکي پرې قانوني پلټنه پيل کړي. نوموړي زياته کړې چې د امريکا د مرکزي استخباراتو اداره (CIA) د ده د فعاليتونو د څېړلو پروسه پيل کړې او د عدليې وزارت ته د راپور تيارولو په حال کې ده.
کارلسون ادعا کوي چې دا پلټنې د هغه له پخوانيو تماسونو او اړيکو سره تړاو لري چې د ايران له استازو سره يې درلودې. د ده په وينا، دا اړيکې د شخړو له پيل مخکې رامنځته شوې وې، خو د دغو تماسونو په اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
دغه خبريال همدارنګه وويل، مخکې له دې چې له د روسيې له ولسمشر، ولادیمیر پوتين، سره د مرکې پر مهال هم ورته فشارونه تجربه کړي وو. د ده په خبره، هغه مهال يې فکر کاوه چې د امريکا د ملي امنيت اداره (NSA) د ده اړیکې څاري.
کارلسون مخکې د امريکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه چې پر ايران بريد وکړي، «په بشپړ ډول کرکهانګیزه او شيطاني» بللې وه. له دغو څرګندونو وروسته، ټرمپ اعلان وکړ چې کارلسون نور د «ماگا» (Make America Great Again) خوځښت له ملاتړو برخه نه جوړوي.




