ټرمپ: د زلنسکي له مرستې هېڅ اړتیا نه لرو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن د اوکراین د ولسمشر ولوديمير زلنسکي له مرستې ته اړتیا نه لري. هغه د «انبيسي» شبکې سره په يوه مرکه کې وويل: «موږ مرستې ته اړتیا نه لرو… وروستی څوک چې موږ یې مرستې ته اړتیا لرو، زلنسکي دی.»
ټرمپ همدارنګه له دې پوښتنې ځواب ورکولو ډډه وکړه چې ایا امريکا ممکن د اوکراین ضدډرون ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي که نه. هغه په دې برخه کې نور جزیات هم ورنه کړل.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې زلنسکي مخکې ويلي وو، د امريکا له خوا ورته د منځني ختيځ په سيمو کې د ډرون ضد همکارۍ غوښتنه شوې وه. د هغه په وينا، اړوند منابع او د اوکرايني ځواکونو شتون د دې هدف لپاره په اړوندو سيمو کې برابر شوی و.
په وروستيو کلونو کې ډرونونه په پوځي جګړو کې د مهمو وسایلو په توګه کارول کېږي او د هغوی پر وړاندې تخنیکي همکاري د هېوادونو د امنيتي اړیکو يوه برخه ګڼل کېږي. خو د ټرمپ تازه څرګندونې ښيي چې په واشنګټن کې د دغې همکارۍ په اړه نظرونه بېلابېل دي.




