د لاجورد دهلېز له لارې اته صادراتي محمولې ترکيې ته لېږل کېږي

د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د لاجورد دهلېز او تورغونډۍ بندر له لارې د اته صادراتي تجارتي محمولو د لېږد بهير بشپړ شوی او دغه محمولې به د يکشنبې په ورځ، د حوت ۲۵ مه چې د مارچ له ۱۵مې سره سمون خوري، ترکيې ته واستول شي.
په خبرپاڼه کې چې لهخوا د ياد وزارت خپره شوې، راغلي دي چې دا اقدام د ترانزيت د اسانتيا او د هېواد د صادراتي سکتور د پياوړتيا په موخه ترسره شوی. د دې ادارې چارواکو ويلي چې د لاجورد دهلېز له لارې د دغو محمولو د لېږد اړينې همغګۍ بشپړې شوې دي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا دهلېز افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان له لارې له ترکيې سره نښلوي. ټاکل شوې ده چې تجارتي توکي له ترکيې وروسته د سعودي عربستان، امريکا، آسترالیا او هالند بازارونو ته هم صادر شي.
يادې محمولې وچ مېوې، مربا، ديګونه او انرژي مشروبات شامل دي. د لاجورد دهلېز يو سيمهييز تجارتي او ترانزيتي لاره ده چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د نښلولو لپاره له اروپايي بازارونو سره د قفقاز او ترکيې له لارې جوړه شوه، او د ځينو دوديزو صادراتي لارو بديل بلل کېږي.
د طالبانو د ترانسپورت وزارت د ترانزيتي دهلېزونو پراختيا او د صادراتو او وارداتو د ودې ملاتړ د خپلو اساسي لومړيتوبونو له جملې ګڼي. خو اقتصادي فعالان ټينګار کوي چې د دغسې لارو څخه د مؤثرې ګټې اخيستنې لپاره د سوداګريزو پاليسيو ثبات، د اداري خنډونو کمول او په بندرونو او ګمرکونو کې د عملي اسانتياوو رامنځته کول د خصوصي سکتور جدي اړتیا ده.




