روسيې وايي د هوايي دفاع سيسټمونو ۸۷ اوکرايني بېپيلوټه الوتکې ويجاړې کړې

د روسيې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سيسټمونو تېره شپه ۸۷ اوکرايني بېپيلوټه الوتکې په څلور بېلابېلو سيمو کې کشف او ويجاړې کړې دي. د وزارت په وينا، دغه الوتکې د کراسنودار، کريمه، بريانسک او د ازوف سمندر د اوبو پر سر کشف او له منځه وړل شوې دي.
په هغه اعلاميه کې چې نن خپره شوې، ويل شوي چې دا عمليات د هغو هدفونو پر ضد ترسره شوي چې «دښمنانه اهداف» بلل شوي دي. روسي چارواکو ډاډ ورکړی چې د هېواد د هوايي حريم خونديتوب د مسکو د دفاعي پروګرامونو اساسي لومړيتوب دی.
د ريا نووستي خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی چې د دې بېپيلوټو الوتکو د تعقيب او ويجاړولو عمليات د هوايي دفاع د شپې کړنو پر مهال ترسره شوي دي. د احتمالي تاوانونو يا تلفاتو په اړه تر اوسه کوم جزئيات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د روسيې او اوکراين جګړه لا هم روانه ده او هوايي بريدونه او د بېپيلوټو الوتکو کارونه د دې شخړې له اصلي وسيلو څخه شمېرل کېږي.




