په واشنګټن کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو پر ضد د پښتون تحفظ تحریک لاریون

د پښتون تحفظ تحریک (PTM) د متحده ایالاتو څانګې د واشنګټن ډي سي په ښار کې لاریون وکړ او د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو له امله پر افغانستان خپل غږ پورته کړ. د لاریون تنظیموونکو وویل چې دا راټولېدنه د افغان خاوري پر بمبارۍ، د ملکي وګړو د وژل کېدو او فرامرزي بریدونو د دوام پر ضد ترسره شوې ده.
د ګډونوالو په وینا، دا اقدام وروسته له هغه تنظیم شو چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه زیات کړل. هغوی دغه بریدونه د افغانستان پر ارضي واکمنۍ ښکاره تېری وباله او د سمدستي درولو غوښتنه یې وکړه.
په متحده ایالاتو کې مېشت افغانان چې په دې لاریون کې برخه وال وو، ټینګار وکړ چې د دوی موخه د افغانانو د غږ رسونه او د نړېوالې ټولنې پام د پولو سیمو امنیتي وضعیت ته اړول دي. هغوی له نړيوالو بنسټونو وغوښتل چې د هغه څه په وړاندې چې “پر پښتنو او افغانانو ظلم” يې وباله، څرګند دریځ خپل کړي.
پښتون تحفظ تحریک، چې ډېری یې د پاکستاني پښتنو په منځ کې فعال دی، تر دې مخکې هم څو ځله د پاکستان د پوځ کړنو ته په پولهیزو سیمو کې اعتراض کړی دی. دا لاریون د مدني فعالانو له هغو هڅو څخه ګڼل کېږي چې موخه یې د نظامي بریدونو انساني پایلو ته پاملرنه ده.




