سياستمهم خبرونه

د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د جون تر میاشتې غځول کېږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټاکل کړې چې نن د یوه مسوّده پرېکړه‌لیک پر سر رای‌ ورکړي، چې له مخې به د دغه سازمان د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) دنده درې میاشتې نوره هم وغځول شي. د شنبې په ورځ (۲۳ حوت) خپور شوي دې مسودې له مخې، د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۱۶مې څخه د جون تر ۱۷مې دوام ولري.

راپورونه ښيي چې د امنیت شورا د غړو تر منځ د ماموریت د غځولو د مودې په اړه اختلاف نظرونه موجود وو. چین، چې د مسودې د چمتو کولو مسوول و، په پیل کې د یو کلنې غځونې وړاندیز کړی و، خو د امریکا متحده ایالاتو د لنډې درې‌میاشتنۍ غځونې غوښتنه کړې ده.

واشنګټن څرګنده کړې چې دا لنډ مهلت به د یوناما د رول او دندې د هر اړخیزې ارزونې لپاره فرصت برابر کړي، مخکې له دې چې د اوږدمهالې غځونې پرېکړه وشي. خو د امنیت شورا یو شمېر نور غړي خبرداری ورکوي چې لنډمهاله غځونه ممکن د بې‌ثباتۍ او نامعلوم وضعیت پیغام ولېږي او په افغانستان کې یې د ماموریت پر فعالیتونو اغېز وکړي.

په مسودې کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر پراخو محدودیتونو باندې. په دې سند کې د طالبانو له ادارې غوښتنه شوې چې د ښځو پر ضد محدودوونکي تګلارې، په ځانګړې توګه د زده‌کړې، کار او په عام ژوند کې د ګډون په برخه کې لغوه کړي. دا محدودیتونه په وروستیو کلونو کې له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوي او میلیونونه ښځې او نجونې یې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړي دي.

یوناما د ملګرو ملتونو له مهمو سیاسي ماموریتونو څخه شمېري، چې د بشري حقونو څارنې، د بشردوستانه مرستو د همغږۍ او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د تعامل مسوولیت لري. دا ماموریت له ۲۰۲۵ کال راهیسې د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو پرته پر مخ روان دی، چې دا پخپله د دې د راتلونکې په اړه بحثونه حساس کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button