کينيا: د ختيځ ميانه جګړه به د افريقا اقتصاد ته زيان ورسوي

د کينيا د بهرنيو چارو وزير خبرداری ورکړی چې د امريکا، اسرائيل او ايران ترمنځ روانه جګړه ښايي د افريقايي هېوادونو لپاره منفي اقتصادي پايلې ولري، که څه هم تر اوسه هېڅ افريقايي هېواد د توغنديو هدف نه دی ګرځول شوی.
«موساليا موداوادي» چې د کينيا د لومړي وزير او د کينيا د بهر مېشتو چارو وزير هم دی، په لندن کې د «چتم هاوس» د انديشمن مرکز په وينا کې وويل چې د ختيځ ميانه دوامداره کړکېچ يو ځل بيا د افريقا د اقتصادونو د کمزورتيا مسئله روښانه کړې ده. ده زياته کړه چې دا ډول کړکېچونه د عرضې د ځنځيرونو د تنوع او په افريقا کې د اقتصادي يووالي د چټکتيا، په ځانګړي ډول د افريقا د قاري ازادې سوداګرۍ موافقې د بشپړې پلي کولو اړتیا نوره هم زياتوي.
موداوادي د نوي کېدونکو انرژيو د پراختيا پر ارزښت هم ټينګار وکړ او ويې ويل که د افريقا د انرژۍ اړتياوې له پاکو سرچينو لکه لمر، ځمکني تودوخې او اوبو څخه پوره کېدلې، نو د ختيځ ميانه د کړکېچ بېثباته اغېزې به دومره پراخې نهوې. د ده په وينا، د انرژۍ پر دوديزو سرچينو تکیه د افريقايي هېوادونو اقتصادونه د بهرنیو ټکانونو پر وړاندې کمزوري کړي دي.
د کينيا د بهرنيو چارو وزير له د نفتو د صادروونکو هېوادونو سازمان (اوپک پلس) او د دې د متحدانو وغوښتل چې د کړکېچ د کمولو په موخه رغنده رول ولوبوي او د افريقا پر اقتصادونو د دې بهير احتمالي اغېزې په پام کې ونيسي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم وويل چې د معاملاتي محاسبو او نظامي تګلارو غلبه په نړيوالو اړيکو کې د دیپلوماسۍ اصول او سولهييزه همژوندۍ کمزورې کړې او د بشري حقونو او د قانون پر بنسټ نظم ارزښتونه يې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.




