اقتصاد

د نوي کابل ښار د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان تصویب شو

د ښار جوړولو او استوګنې وزارت اعلان کړی چې د نوي کابل ښار د پروژې د لومړۍ فاز اړوند د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان په رسمي توګه تایید او لاسلیک شوی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا پلان د اوکسین آریانا ساختماني شرکت پورې اړوند ۲۶۷۲ جریبه ځمکه رانغاړي او له تایید وروسته به ټول ساختماني فعالیتونه د منظور شوې نقشې پر بنسټ پرمخ ولاړ شي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲.۲ پارسل به د اوکسین آریانا شرکت له‌خوا پراختیا ومومي او د تایید شوې طرحې له مخې، د سړکونو شبکه، د استوګنې سیمې، د خدمتونو تاسیسات، شنه ساحې او عامه اسانتیاوې په منظم ډول په پام کې نیول شوي دي. د طالبانو د ادارې چارواکي وایي، دا اقدام کولی شي د ښاري نظم او معیاري خدماتو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د طالبان د ادارې د ښار جوړولو او استوګنې وزیر، د دغه پلان تایید د نوي کابل ښار د سترې پروژې په چوکاټ کې یو مهم ګام بللی دی. خو تر اوسه د عملي کولو د دقیق مهال‌وېش، د ټولې پروژې د لګښت او د تطبیق د څارنې څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي؛ هغه موضوع چې د لویو ښاري پروژو پر مهال د اوسېدونکو د اندېښنې یوه عمده برخه جوړوي.

د نوي کابل ښار پروژه د پلازمېنې د نفوس زیاتوالي د مدیریت، د معیاري استوګنې سیمو د رامنځته کولو او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه پیل شوې ده. د ښاري چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د دې ډول پروژو بریا، د تخنیکي اسنادو له تایید سربېره، شفافیت، حساب‌ورکونه او د ښاروالۍ د معیارونو سره سم عملي تطبیق ته اړتیا لري، ترڅو د تېرو ستونزو له تکرار څخه په ښاري سیمو کې مخنیوی وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button