د ایران او لبنان له لوري د توغندویو بریدونو وروسته په ایلات او شمالي اسرائیل کې د خطر زنګونه

د خبري سرچينو د راپور له مخې، د ایران له لوري د اسرائیل سويل ته د توغنديو له توغېدو وروسته، د ایلات بندر او د نګب سيمې په ځينو برخو کې د خطر آژيرونه غږېدلي دي. د اسرائیل د کورني جبهې د ادارې چارواکو ويلي، له سيمه ييزو اوسېدونکو غوښتل شوي چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
د راپورونو له مخې دا خبرتيا هغه مهال ورکړل شوه چې د نظارتي سيستمونو له خوا د اسرائیل سويل ته د توغندۍ توغول تعقيب شول. د ایلات بندر د اسرائیل په تر ټولو سويل کې، د سور سمندر په غاړه موقعيت لري او د دې هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزيټي مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
په همدې مهال کې، خبري سرچينو د لبنان له سويل څخه د اسرائیل شمال ته د توغنديو د بريدونو راپور ورکړی دی. په دغو بريدونو پسې د ګلیل لوېديځ، اصبع الجلیل او کریات شمونه ښار په سيمو کې هم د خطر آژيرونه فعال شوي دي.
راپورونه وايي، دا بريدونه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او د لبنان د حزب الله له لوري په همغږې توګه ترسره شوي او د اسرائیل شمال، منځ او سوېل برخې يې په نښه کړي دي. تر د دې خبر د خپرېدو پورې، د احتمالي تلفاتو يا زيانونو جزئيات نه دي خپاره شوي.




