لوکاشنکو: د ایران پر ضد د جګړې موخې نه دي پوره شوې

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو اعلان وکړ چې د ایران پر ضد د نظامي برید موخې نه دي پوره شوې او د دې نښتې دوام به د امریکا لپاره زیانمن تمام شي. هغه دا څرګندونې د امریکا او اسراییلو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې وکړې.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، لوکاشنکو وویل چې دا بریدونه نه یوازې خپلو اعلان شویو موخو ته نه دي رسېدلي، بلکې د ایران د وګړو ترمنځ یې یووالی زیات کړی دی. د هغه په وینا، رامنځته شوې وضعه د دې عملیاتو طراحانو ته برعکس پایله لرلې ده.
د بلاروس ولسمشر همداراز د میناب د یوې مکتبې پر وړاندې برید د غزې له پېښو سره پرتله کړ او ویې ویل چې هلته هم ماشومان د بمبارۍ قربانيان شول. هغه له ډېرو جزئیاتو پرته دا پېښې د جګړې د انساني عواقبو بېلګې وبللې.
لوکاشنکو د خپلو خبرو په بلې برخې کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې چې د ایران د له منځه وړلو په اړه یې کړې وې، د جګړې له پایلو څخه د ځان د لرې ساتلو هڅه وبلله. د هغه په باور، د شخړې دوام کولی شي د ټرمپ سیاسي وضعیت لا پسې ستونزمن کړي.




