آکسیوس: د هرمز تنګي تړل د الوتکو د سون موادو بیې لوړې کړې

یو امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې د وروستیو نښتو له امله د هرمز تنګي تړل د الوتکو د سون موادو بیې په څرګند ډول لوړې کړې او د هوايي شرکتونو مالي فشار یې زیات کړی دی. د آکسیوس په وینا، دا وضعیت د هوايي کرښو د عملیاتي لګښتونو کچه په پام وړ ډول زیاته کړې ده.
د راپور له مخې، د الوتکو سون مواد شاوخوا ۳۰ سلنه د هوايي شرکتونو له ټول لګښتونو جوړوي او د بیې هر ډول بدلون یې کولی شي د ټکټ بیو او د دغو شرکتونو مالي ثبات باندې ژر اغېز وکړي.
آکسیوس د سون موادو د بیې د لوړوالي لامل د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د هرمز تنګي تړل بللي دي. هرمز تنګی د نړۍ له مهمو د انرژۍ د لېږد لارو څخه شمېرل کېږي او هر ډول ګډوډي په کې د نړيوال نفتي بازار اغېزمنوي.
په همدې مهال، د نړيوال هوايي ترانسپورټ ټولنې اعلان کړی چې د جګړې په لومړۍ اوونۍ کې د الوتکو د سون موادو بیې ۵۸ سلنه لوړې شوې دي. له دې سره د براعظمونو ترمنځ د الوتنو د ټکټ بیې نیز له دوو برابرو زیاتې شوې دي.
د دې رسنۍ په باور، که د سون موادو د بیې زیاتوالی دوام ومومي، نو دا به د زیانمنو هوايي شرکتونو د بقا له جدي خطر سره مخ کړي او د نړيوال هوايي صنعت پر وضعیت به سخت فشار راولي.




