پاکستان د طالبانو د ادارې بېپیلوټه بریدونه پر درېیو ښارونو منلي دي

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې تأیید کړې چې د طالبانو د ادارې د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې په کویټه، کوهات او راولپنډۍ ښارونو کې ټاکلي اهداف لګېدلي دي. دا بریدونه د جمعې په ورځ ترسره شوي، خو د پاکستاني چارواکو له لوري د زیانونو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې شوي.
دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت اعلان وکړ، د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې چې په افغانستان کې یې پر ملکي سیمو شوي وو، د پاکستان یو شمېر پوځي مرکزونه په خیبر پښتونخوا ایالت او همدارنګه په اسلاماباد کې په نښه شوي دي.
د تازه تاوتریخوالو له امله د دواړو خواوو ترمنځ د سرحدي جګړو د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي؛ هغه کرښه چې په تېرو کلونو کې څو ځلې د وسلهوالو نښتو او ډزو شاهد پاتې شوې ده. د سرحدي سیمو اوسېدونکي هم تل شکایت کوي چې د دغسې پېښو پر مهال د دوی استوګنيزې سیمې زیانمنې کېږي.
د طالبانو اداره تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي تلفات یا زیانونو په اړه خپلواکې جزییات نه دي خپاره کړي. شنونکي وایي، د دغه ډول غچاخیستونکو اقداماتو دوام کولای شي د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې پېچلی کړي او د دواړو غاړو پر ملکي ژوند ناوړه اغېز ولري.




