نبیل: د افغانستان سیاستوال باید د پاکستان د لوبو وسیله نه شي

رحمتالله نبیل، چې پخوا د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست مشر و، په خپل تازه لیک کې افغان سیاستوالو ته خبرداری ورکړی چې د طالبانو له ادارې سره د مخالفت یا تعامل پر مهال ځان د پاکستان او یا نورو بهرنیو قدرتونو د لوبو وسیله نه کړي. نبیل ټینګار کړی چې د تېرو تجربو له مخې، هرکله چې افغانان د سیمه ییزو لوبو برخه ګرځېدلي، پایله یې د هېواد وراني او تباهي وه.
نبیل په دې لیکنه کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هغه څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې وو، امریکا له پاکستان سره د “کارول شوې تشناب پاڼې” په څېر چلند کړی دی. د نبیل په وینا، لکه څنګه چې امریکا له پاکستان څخه ګټه واخیسته، همداسې اسلاماباد هم په بېلابېلو دورو کې له مجاهدینو او بیا له طالبانو څخه د خپلو موخو د تحقق لپاره کار اخیستی دی.
د ملي امنیت پخواني مشر زیاته کړې چې دی د ځینو سیاستوالو د طالبانو له ادارې سره د خبرو، معاملو او شراکتونو له جریان څخه خبر دی، خو خبرداری ورکوي چې دا لړۍ باید افغانستان یو ځل بیا د بهرني نفوذ او جبري پرېکړو لور ته ولاړه نه کړي. هغه ټینګار وکړ چې د هېواد برخلیک باید د افغانانو د خپل ارادې پر بنسټ وټاکل شي، نه د بهرنیانو د غوښتنو پر اساس.
نبیل دا هم ویلي چې د افغانستان ژغورنه هغه وخت ممکنه ده چې د قدرت ته د رسېدو معیار قومیت نه، بلکې تابعیت او د ټولو وګړو برابر ګډون په سیاسي جوړښت کې درناوی ولري. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره د سیاسي ګډون د نشتوالي او د واک د غیرشمول جوړښت له امله له پراخو نیوکو سره مخ ده؛ هغه موضوع چې لاهم د هېواد د سیاسي راتلونکي له اساسي ننګونو څخه شمېرل کېږي.




