امنیت او پېښېمهم خبرونه

د داعش خراسان د یوه غړي محاکمه په امریکا کې وځنډول شوه

په متحده ایالاتو کې یوه محکمه د داعش خراسان ډلې د یو پېژندل شوي غړي، محمد شریف‌الله د محاکمې نېټه تر ۹ فبروري ۲۰۲۶ پورې وځنډوله. شریف‌الله د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه هغه خونړۍ انتحاري حملې په تړاو تورن دی چې د کابل هوایي ډګر د «ابی دروازې» په نوم یوه دروازه کې وشوه. په دغه برید کې ۱۳ تنه امریکایي سرتیري او شاوخوا ۲۰۰ افغانان ووژل شول.

د امریکایي رسنۍ «Just the News» د راپور له مخې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وړاندیز کړی وو چې دا قضیه دې په یو بل تاریخ وڅېړل شي. دا دوسیه چې لوړ امنیتي اهمیت لري، له یوې مودې راهیسې له خنډونو او ځنډونو سره مخ ده.

شریف‌الله د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې ونیول شو او وروسته امریکا ته واستول شو. نوموړی تورن دی چې له برید مخکې یې له انتحاري بریدګر سره د برید ځای پېژندلو برخه کې مرسته کړې ده. د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره (FBI) وایي، شریف‌الله په ابتدایي تحقیقاتو کې د دغه ماموریت اعتراف کړی دی.

د امریکا ولسمشر، دونالد ترمپ د شریف‌الله د نیولو په غبرګون کې هغه «یوه بلا» بللې او په دغه خونړي برید کې یې رول «کلیدي» ګڼلی دی.

شریف‌الله همداراز ویلي چې د داعش خراسان ډلې د دوو نورو بریدونو عاملینو ته یې روزنه ورکړې ده: یو برید د ۲۰۱۶ کال پر مهال د کاناډا سفارت ساتونکو باندې په کابل کې، او بل برید د ۲۰۲۴ کال هغه خونړی برید چې په مسکو کې د کنسرت پر یوه سالون وشو. دا ادعاوې لا تر اوسه رسمي نه دي تصدیق شوې، خو د داعش خراسان شبکې د سیمه‌ییزو او نړیوالو غړو ترمنځ د خطرناکو همکاریو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کابل هوايي ډګر برید چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ترسره شو، نه یوازې دا چې د خلکو پر احساساتو کلک اغېز وکړ، بلکې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان امنیتي بحران ژور کړی او د داعش خراسان ډلې ګواښونه پراخ شوي چې طالبان یې مخنیوی نه‌شي کولای.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button