پاکستان له تېرو ۴۸ ساعتونو راهيسې د کونړ پر بېلابېلو سيمو له ۲۷۰ زيات راکټونه توغولي

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پاکستاني پوځ له خوا د دې ولايت پر بېلابېلو سيمو له ۲۷۰ زيات راکټونه او د توپ مرمۍ توغول شوې دي. د دې ادارې په وينا، دغه بريدونه د کونړ پر ګڼو سيمو شوي دي.
ضياءالرحمان سپينغر، د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دا بريدونه د پاکستان د پوځ له لوري ترسره شوي او د دې ولايت څو ولسوالۍ يې تر پوښښ لاندې راوستي دي. هغه زياته کړې چې تر اوسه د دې بريدونو له امله د مرګژوبلې راپور نه دی ثبت شوی.
خو د هغه په وينا، د توغندیو په دغو بريدونو کې يو شمېر استوګنيز کورونه او ودانۍ ويجاړې شوې دي. د مالي زيانونو د کچې او د زيانمنو ودانيو د شمېر په اړه لا تر اوسه کره جزييات نه دي خپاره شوي.
کونړ د افغانستان له ختيځو ولايتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې له سرحدي نښتو او بريدونو سره مخامخ شوی دی. د دغسې بريدونو دوام د سيمې د اوسېدونکو اندېښنې زياتې کړې دي، او تمه کېږي چې د طالبانو اداره د دغو تکراري پېښو د مخنيوي او د پولو د امنيت د ټينګښت لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.




