سياستمهم خبرونه

چین د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د پولو د کړکېچ د کمېدو منځګړیتوب کوي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د دغه هېواد د افغانستان چارو ځانګړي استازي محمد صادق سره د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو د کمېدو په اړه خبرې کړې دي. ده ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی او د سیاسي خبرو اترو بیا پیلول د دې رایزنیو اصلي محور و.

یو شیایونګ د شنبې په ورځ، د حوت د ۲۳ نېټه، په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو اړخونو د تاوتریخوالي د مهار، د خبرو د بیا پیل او د سولې د بهیر د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. د ده په وینا، له تروریزم سره مبارزه هم د دغو خبرو برخه وه.

دغه دیپلوماتیک فعالیتونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې شخړې زیاتې شوې دي او څو ځله یې د وسلوالو نښتو لامل شوی. د دې حالت دوام د پولو په اوږدو کې د لا ډېرې بې‌ثباتۍ اندېښنې راپارولې دي.

د چین ځانګړي استازي له دې وړاندې هم د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د نښتو د درولو په اړه خبرې کړې وې. له دې سره هم‌مهاله، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په جلا اړیکه کې متقي ته ویلي چې بېجینګ چمتو دی د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د ختمېدو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

د پولو د نښتو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو اداره همېشه د امنیت د ټینګښت خبرې کوي، خو د شخړو دوام د سرحدي اړیکو د سم مدیریت او د ناامنۍ د پراختیا د مخنیوي په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button