مهم خبرونهنړیوال

د امريکايي سوخت‌ورکوونکې الوتکې د نسکورېدو نوې جزئيات افشا شول

د عراق لوېديځ کې د امريکايي هوايي ځواکونو اړوند د KC-135 ډوله سوخت‌ورکوونکې الوتکې له نسکورېدو وروسته، چې ټولو شپږو عملې يې ژوند له لاسه ورکړ، د دې ځواک يوه سرچينه ويلي چې دغه الوتکه هېڅ ډول د بېړني وتلو سيستم نه‌لره. دغه پوځي سرچينې چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې څرګند شي، سي‌ان‌ان ته ويلي، دغه الوتکه نه چتر لرله، نه راايستل کېدونکي څوکۍ، او نه هم د بېړني وتلو نور وسايل. د ده په وينا، د بحراني حالت پر مهال يوازينی اقدام دا و، چې عمله هڅه وکړي د الوتکې کنټرول وساتي او خوندي ځمکې ته‌يې راکړي. نوموړي زياته کړې چې د دغې دستګاه نه‌شتوالی د امريکايي پوځ د عملياتي تګلارې له مخې دی، ځکه دا ډول الوتکې عموماً له جګړې لرې سيمو کې کارېږي او له همدې امله د بېړني وتلو سيستم ورته نه‌دي طرحه شوي. د امريکايي پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې د شپږو عملې د وژل کېدو پخلی وکړ، خو وويل‌يې چې دا پېښه د «دښمن يا خپلو ځواکونو د ډزو» له امله نه‌ده رامنځته شوې. له بلې خوا، په عراق کې ځينو وسلوالو ډلو د دې الوتکې د هدف ګرځولو مسووليت منلی دی. د نسکورېدو د کره لامل په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي، خو امريکايي چارواکو لا تر اوسه نور جزئيات نه‌دي ورکړي. دا پېښه بيا يو ځل د عراق په خاوره کې د امريکا د پوځي شتون او د سيمې د هوايي عملياتو د څرنګوالي په اړه بحثونه تازه کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button