سياستمهم خبرونه

خلیل‌زاد له پاکستان وغوښتل چې د کابل سره راپورته شوې ترینګلتیا سمدستي راکمه کړي

زلمی خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو پخواني استازي، له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره له کابل سره ترینګلتیا کمه کړي او د خبرو اترو مېز ته بېرته راوګرځي. هغه خبرداری ورکړی چې د اوسني حالت دوام کولای شي دواړو غاړو ته د پولو په اوږدو کې کړکېچونه لا پسې زیات کړي.

خلیل‌زاد په ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي چې که دغه ترینګلتیا دوام وکړي، ممکن افغانان عکس‌العمل وښيي؛ یو اقدام چې د ده په وینا، پایله به یې په دواړو هېوادونو کې د کړاو او بې‌ثباتۍ زیاتوالی وي.

نوموړي همدارنګه د پاکستان د پوځ وروستي بریدونه په افغانستاني سیمو کې غندلي دي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په تېرو څو اوونیو کې د دواړو لورو ترمنځ سرحدي ترینګلتیا زیاته شوې او دا موضوع د سیمې د ناامنۍ د زیاتېدو اندېښنې راپورته کړي دي.

کارپوهان باور لري چې د سرحدي نښتو دوام نه یوازې د کابل او اسلام‌اباد پر سیاسي اړیکو سیوری غوړوي، بلکې د پولو د سیمو د اوسېدونکو په امنیتي وضعیت او ژوند هم مستقیم اغېز لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button