مهم خبرونهنړیوال

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: سلګونه جنګیالي په جګړو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي

د پاکستان د اطلاعاتو وزير، عطاالله ترار، اعلان کړی چې د دغه هېواد د ځواکونو او د طالبانو او تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) تر منځ په وروستيو نښتو کې ۶۶۳ تنه د دغو ډلو غړي وژل شوي او له ۸۸۷ زيات نور ټپیان شوي دي.

ترار د جمعې په ورځ د حوت ۲۲مه، په ټولنيزې شبکې ایکس کې په يو پيغام کې ليکلي چې دغه شمېرې د طالبانو او ټي‌ټي‌پي د تلفات دي چې په وروستيو عملياتو او جګړو کې ورته اوښتي دي. د ده په وينا، په دغو نښتو کې ۲۴۹ پوستې له منځه تللې او ۴۴ نورې پوستې وروسته له نيولو ويجاړې شوې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير دا هم ويلي چې ۲۲۴ ټانکونه، زغره‌وال موټرونه او د توپخانې تجهيزات په دغو عملياتو کې له منځه تللي دي. نوموړي زياته کړې چې پاکستاني ځواکونو د هوايي بريدونو له لارې د “وسلوالو اړوند ۷۰ ځایونه او د هغوی د ملاتړ زيربناوې” د افغانستان په دننه کې هدف ګرځولي دي.

خو د طالبانو اداره ادعا کوي چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بريدونو کې ملکي تاسیسات په نښه شوي دي. د دې ادارې په وينا، په کندهار کې د کام‌اير هوايي شرکت د تېلو يوه زېرمه زيانمنه شوې او په پايله کې يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان دي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د معاونت ماموريت (يوناما) راپور ورکړی چې د تېرې شپې په بريدونو کې د کابل د پلچرخي په سيمه کې څلور ملکيان وژل شوي او ۱۴ تنه نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپيان شوي دي.

د پولو نښتو او هوايي بريدونو دوام داسې مهال دی چې د زيانمنو سيمو اوسېدونکي د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګندوي. نړيوالو بنسټونو تر دې مخکې ټينګار کړی و چې د جګړو پر مهال بايد د ملکي وګړو ساتنه وشي او بشردوستانه حقوق مراعات شي؛ موضوع چې د وروستيو پېښو له امله بيا د پوښتنې لاندې راغلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button