له ايران څخه هرات ته د افغان مهاجرينو داوطلبانه ستنېدل ۸۰ سلنه زيات شوي

د هرات ولايت ځايي چارواکي وايي چې د ايران د وروستيو پېښو او د امنيتي اندېښنو له ډېرېدو سره سم، د افغانانو د ستنېدو بهير په څرګند ډول زيات شوی دی. د دوی په وينا، د داوطلبانه ستنېدو کچه ۸۰ سلنې ته رسېدلې او هره ورځ نږدې دوه زره تنه د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راځي.
عبدالظاهر قاضيزاده، چې په اسلام قلعه کې د مهاجرينو او ستنېدونکو د ثبت مسؤل دی، ويلي چې پخوا شاوخوا ۸۰ سلنه ستنېدونکي هغه کسان وو چې له ايران څخه شړل شوي وو، خو اوس ۸۰ تر ۹۰ سلنه کسان خپله خوښه بېرته هېواد ته راګرځي. د ده په وينا، برعکس تېر وخت چې زياتره ستنېدونکي مجرد نارينه ول، اوس کورنۍ هم د ستنېدو په دې بهير کې شاملې شوې دي.
يو شمېر ستنېدونکي د خپل ستنېدلو لامل د ناامنۍ زياتېدل، د وروستيو بريدونو له امله اندېښنې او په ايران کې د اقتصادي وضعيت خرابوالی ښيي. ځينې نور بيا د لومړنيو توکو د بيې لوړېدل، د ځينو توکو کمښت او د بېکارۍ پراخېدل يادوي.
د ايران له يوې خوا او د امريکا او اسرائيلو له بلې خوا ترمنځ پوځي نښتې نږدې دوه اونۍ وړاندې پيل شوې. دا بدلونونه نه يوازې د ايران د وګړو، بلکې د هغه هېواد د افغان مهاجرينو پر ژوند هم اغېز کړی او د افغانستان پر لور د ستنېدنې نوې څپه يې رامنځته کړې ده.




