مهم خبرونهنړیوال

چين د طالبانو او پاکستان د خبرو غوښتنه وکړه

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره د تليفوني اړيکې پر مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو او تفاهم د اړتيا ټينګار کړی دی. د بيجنګ په وينا، اختلافونه يوازې د سياسي مشورې له لارې حل کېدای شي او د تنشونو دوام د سيمې سولې او ثبات ته ګواښ پېښولی شي.

په اعلاميه کې چې د جمعې په شپه د حوت په ۲۲مه خپره شوې، راغلي چې د جګړو پراخېدل حالت لا لا پېچلی کوي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي. چين له دواړو خواوو غوښتي چې ژر تر ژره د خبرو مېز ته ستون شي او د شخړو د کمېدو لپاره له ديپلوماتيکو لارو ګټه واخلي.

دغه تليفوني تماس داسې وخت ترسره شوی چې وانګ يي له دې وړاندې هم د پاکستان له بهرنيو چارو وزير اسحاق دار سره خبرې کړې وې او پر دې يې ټينګار کړی و چې اړخونه بايد ژر تر ژره د خبرو بهير ته بېرته ور وګرځي. بيجنګ چې په وروستيو کلونو کې د سيمه ييزو تحولاتو په اړه د فعال رول هڅې کوي، د افغانستان او پاکستان ثبات د سيمې د امنيت لپاره مهم ګڼي.

د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړيکې په وروستيو اونيو کې خړ پړې شوې دي. د سرحدي سيمو له اوږدوالي سره شخړې رامنځته شوې چې مرګ ژوبله او مالي زيانونه يې رامنځته کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د دوی بريدونه يوازې د اورپکو ډلو پر سنګرونو متمرکز دي، خو د طالبانو اداره دغه ادعا ردوي او څرګندوي چې پر پاکستان د بريد لپاره اورپکو ته پناه نه ورکوي. له دې سره سره، د شخړو دوام يو ځل بيا د امنيتي مديريت او د طالبانو د ادارې د ګاونډيانو سره د چلند په اړه اندېښنې زياتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button