مهم خبرونهنړیوال

چین د ایران د میناب د برید قربانیانو کورنیو ته ۲۰۰ زره ډالر مرسته کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې دغه هېواد به د بشري عاجلې مرستې په توګه ۲۰۰ زره ډالر هغو کورنیو ته ورکړي چې د ایران د میناب ښار په یوه ښوونځي باندې د برید له امله خپل ماشومان له لاسه ورکړي دي.

ګو جیاکون، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د چین سور صلیب ټولنې پرېکړه کړې دغه مالي مرسته د ایران د هلال احمر له لارې له اغېزمنو کورنیو سره شریکه کړي. د ده په وینا، دا مرسته د قربانیانو له پاتې شویو خپلوانو سره د همدردۍ او ملاتړ په موخه برابره شوې ده.

دغه چینايي دیپلومات د یوه تعلیمي مرکز پر ضد برید «د انساني اخلاقو تر ټولو ټیټه کرښه تېرول» بللي او زیاته یې کړه چې هېواد یې چمتو دی له ایران سره اړینې مرستې ته دوام ورکړي.

د میناب ښار د ایران د هرمزگان ولایت په سوېل کې موقعیت لري. تراوسه د دې مرستې د وېش څرنګوالي او نورو احتمالي همکاریو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button