اقتصادمهم خبرونه

د پکتيا د مچلغو بند معاينه؛ د کارونو د بيا پيل ژمنه وشوه

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ويلي، ملا محمد يونس آخندزاده، د دغه وزارت وزير، د پکتيا ولايت په سفر کې د مچلغو بند ليدنه کړې او هيله يې څرګنده کړې چې د دې پروژې پاتې کارونه به په نږدې راتلونکي کې بيا پيل شي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د اوبو او انرژۍ وزير د تخنيکي هيئت سره يو ځای د بند له بشپړ شوو برخو څخه کتنه کړې او د پخواني پرمختګ بهير يې ارزولی دی. خو د عملي کارونو د بيا پيل دقيق وخت او د پروژې د بوديجې د تامين څرنګوالی لا نه دی څرګند شوی.

مچلغو بند د پکتيا ولايت د احمدآباد په ولسوالۍ کې موقعيت لري. دا بند د ۴۷ مترو په لوړوالي طرحه شوی او د ۵.۲۸ ميليونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري. همدارنګه، د دې بند لپاره دوه کانالونه د ۷.۵ او ۱۲ کيلومټرو په اوږدوالي پلان شوي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ، دغه بند به شاوخوا ۲۳۵۰ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي او اټکل کېږي چې د ۱۱ کليو له شاوخوا ۲۰ زرو زيات اوسېدونکي به ترې ګټه واخلي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د کارونو د بيا پيل خبره کوي، پخوا د پکتيا يو سيمه یيز چارواکي ويلي وو چې د دغه بند د جوړولو کار يواځې شاوخوا ۳۰ سلنه پرمختګ کړی دی. د زېربنايي پروژو اوږد ځنډ په يو شمېر ولايتونو کې د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي او د دغو ژمنو د عملي کېدو په اړه يې پوښتنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button